په غزني ولایت کې د یو باب دارالحفاظ د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د یاد ولایت مقر ولسوالۍ اړوند کوهبند سیمې په نوروزي کلي کې «د منبع العلوم فیض القرآن» دار الحفاظ بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته کېښودل شوه.
په پام کې ده، چې د یاد دارالحفاظ ودانۍ به ۲ درسي ټولګي، او یوه اداري خونه له نورو اړتیاوو سره ولري، چې ټولټال به ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راشي.
د پوهنې وزارت رهبري د یاد دارالحفاظ په جوړولو کې د غزني ولایت د عامو خلکو له مالي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.
