پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره څو درسي ټولګي جوړېږي
د پکتيکا ولايت پوهنې رياست چارواکي وايي، په پام کې ده، د یاد ولايت زیړوک ولسوالۍ اړوند د حقانيه ديني مدرسې لپاره د عامو خلکو له لوري، د ۱۰۰ زره افغانيو په مرسته، ۴ بابه درسي ټولګي جوړ شي.
د دوى په وينا، د يادو درسي ټولګيو په جوړېدو سره به د همدغه مدرسې د زده كوونكو د ښوونیز چاپېریال ستونزې هوارې شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه مدرسه کې شاوخوا ۱۰۰ تنه طالب العلمان په ديني زده کړو بوخت دي.
