بدخشان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د ۱۰ بابه دوکانونو جوړولو چارې بشپړې شوې

media-moe
Tue, Aug 06 2024 2:34 PM
1321

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ په بازار کې د یوې دیني مدرسې اړوند د ۱۰ بابه دوکانونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د يادې ولسوالۍ پوهنې مسئولين وايي، د دغو دوکانونو جوړولو لګښت ٦٠٥ زره ٧٠٠ افغانۍ اټکل شوی، چې د همدغې ولسوالۍ د معارف دوسته اوسېدونکو له خوا ورکړل شوی دی.

په پام کې ده، چې د يادو دوکانونو له عوایدو او کرايې څخه د طلابو لپاره د خوراکي توکو او د هغوی د نورو لګښتونو لپاره ګټه واخیستل شي.

د سيمې اوسېدونکو د يادو دوکانونو په جوړېدو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې له عوایدو څخه به یې د طلابو ګڼ شمېر اړتیاوې پوره او هغوی ته د زده کړو لازیاتې آسانتیاوې برابرې شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS