د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین پکتیکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, Aug 05 2024 9:31 AM
11

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد او مرستیال والي سره وکتل.

په هغه کتنه کې چې نوموړي د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره درلوده، د تدریسي چارو د کیفیت لاښه والي په موخه یې هغوی ته یو لړ اصلاحي سپارښتنې وکړې او د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه یې هم لیدنه وکړه.

په ورته مهال د پکتيکا ولايت مرستيال والي د پوهنې وزارت له معین څخه وغوښتل، تر څو په سرحدي سيمو کې د مدارسو او ښوونځيو کمښت ، د تشکیلاتو کمښت او یو لړ نورو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د ښوونکو د وړتیا لوړولو په موخه د سیمینارونو کچه لوړه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د زده کوونکو د استعدادونو پراختیا په موخه دې د هغوی ترمنځ علمي سيالۍ هم زیاتې شي.

دغه راز د پکتیکا مرستیال والي ژمنه وکړه، چې د یاد ولایت رهبري د پوهنې وزارت د پروګرامونو تطبیق په برخه کې هر ډول همکاریو او ملاتړ ته چمتو ده.

په پام کې ده چې د پوهنې وزارت معین د دغه ولایت سرحدي ولسوالیو ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړي، تر څو د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS