په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني، د یاد ولايت په واغظ ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د پرانيستې پر مهال وويل: په پام کې ده، چې دغه مدرسه د عامو خلکو په مالي ملاتړ د يو مېليون افغانيو په لګښت سره په یو جرېب ځمکه کې جوړه شي.
د نوموړي په وينا، د مدرسه دغه ودانۍ به۴ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د څښاک پاکو اوبو رسولو سيسټم او نور اړین ملحقات ولري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام ملاتړ په برخه کې د غزني ولایت د عامو خلکو له مرستو مننه کوي.
