په هرات ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Sat, Jul 27 2024 1:06 PM
321

د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د پوهنې مسئولینو، علماوو او ښوونکو په حضور کې، د یاد ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ د ابو سعید الخدري (رضي الله عنه) لومړني ښوونځي اړوند ودانې پرانیستله.

د ښوونځى دغه ودانۍ په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شوې او ياده ځمکه پخوا د پښتون زرغون ولسوالۍ د يوه وتلي علمي شخصيت الحاج عبدالرزاق محمدي له خوا پوهنې لپاره وقف شوې ده.

یاده ودانۍ ۸ درسي ټولګي له اړینو ملحقاتو سره لري، چې ټولټال ۲ مېلیونه ۲۶۸ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د يادونې وړ ده، چې د همدغه لومړني ښوونځي د جوړېدو لګښت هم د یاد علم پروره شخصیت له خوا ورکړل شوى دى.

د پوهنې وزارت مشرتابه په هرات ولایت کې د الحاج عبدالرازق له خوا د یوه لومړني ښوونځي د جوړېدو په ګډون د هېواد د پوهنې په برخه کې د افغانستان د خلکو له مرستو مننه کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS