د قرآن کریم د حسن قرائت سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
Sun, Jul 28 2024 12:59 PM
24

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل له لوري هغه زده کوونکي په ډالیو وویاړل شول، چې د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ اړوند نعمانیه دارالعلوم د قرآن کریم د حسن قرائت په سیالیو کې یې له لومړي څخه تر درېیم مقامونه خپل کړي وو.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د قرآن کریم د تدریس، تلاوت او د هغو د عملي کولو په فضیلت خبرې وکړې او د یادو سیالیو د غوره زده کوونکو د ستاینې په مراسمو کې یې له ځوانانو وغوښتل، چې د قرآن کریم زده کړه وکړئ او نورو ته یې هم ور زده کړئ." تر څو د دنیا او آخرت له نعمتونو برخمن شي.

د يادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې د همدې ولسوالۍ د نعمانیه دارالعلوم ټولټال ٤٨ تنو زده کوونکو برخه اخيستې وه.

په پای کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین او نورو مسئولینو له خوا ممتازو زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS