د ولایتونو د ښوونکو مسلکی پراختیا د خالي کادري بستونو ډکولو لپاره له ۵۰۰ تنو نوماندانو رقابتي آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Sun, Jul 28 2024 12:54 PM
14

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او ښوونیز نصاب لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي او نورو مسئولینو په حضور کې د ولایتونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا کادري بستونو ډکولو په موخه، له ۵۰۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا او ښوونیز نصاب لوی رئیس د استعدادونو د ارزونې په برخه کې د آزموینو اهمیت ته په اشارې سره وویل: له دغو رقابتي آزموینو څخه اساسي موخه، مسلکي، تجربه لرونکو او با استعداده کادرونو ته د مسئولیتونو سپارل دي، تر څو له دې لارې وکولای شو، د پوهنیز نظام کیفیت کچه ​​لوړه کړو.

ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس هم د یادې آزموینې د پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډون والو ته یې د بشپړې روڼتیا او عدالت ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS