د داوطلبۍ اعلان
پوهنې وزارت یو ځل بیا د دویم ځل لپاره په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۳۸ قلمه درسي توکو د چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د شې شنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د زمري ۲۳ مه/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې ده افغانان سیمې اړوند په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ.
بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې ۱۷۹,۰۰۰ ( یو لک او ۷۹ زره) افغانۍ کېږي.
د وړاندیز پرانیستغونډه به د سې شنبې ورځ ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۳ مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې جوړه شي.
