پوهنې وزارت له لوري د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې د يو باب ښوونځي نوې ودانۍ ورغول شوه

media-moe
Sat, Jul 20 2024 9:58 AM
dfsgd

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست چارواکي د یاد ولایت ګرزیوان ولسوالۍ اړوند په دره جوز سیمه کې، یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پرانیستلو خبر ورکوي.

د یاد ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي: د ګرزيوان ولسوالۍ دره جوز منځني ښوونځي ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي، یوه لابراتواري خونه، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو يو حلقه څاه، ۹۰ پايې مېزونه--څوکۍ او نور اړین ملحقات لري، د يو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۷۶ زره امریکایي ډالرو لګښت سره رغول شوې ده.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په برخه کې د پوهنې وزارت په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له هلوځلو د ستاینې ترڅنګ، د دغه ښوونیز بنسټ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې خپل ماشومان به د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو په موخه، ښوونیزو بنسټونو ته واستوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS