پکتیکا ولایت کې د یو باب مدرسې چارې روانې دي

media-moe
Thu, Jul 18 2024 9:50 AM
fg

د پکتيکا ولايت سروبي ولسوالۍ اړوند په تیرخېل حقاني کلي کې د يوې کلیوالي مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره، چې پخوا اېښودل شوې وه، اوسهمال یې چارې ٧٥ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکي کې په رسمي ډول پرانيستل شي.

د مدرسې دغه ودانۍ په ۴ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، کوم چې ځمکه یې د سيمې اوسېدونکو له خوا پوهنې ته ځانګړې شوې او د جوړېدو لګښت يې هم ۲۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی، چې د يادې ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له لوري تمویلېږي.

د پوهنې مسئولین وایي، چې د یادې مدرسې په بشپړېدو سره به شاوخوا ١٢٠ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS