د کابل ښار اړوندو ښوونځيو له زده کوونکو څخه د نمونوي آزموینو لړۍ پيل شوه

media-moe
Sun, Jul 14 2024 10:04 AM
trew

نن د کابل ښار اړوندو ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د ۳۲ بابه ښوونځیو له څه باندې ۷۰۰۰ تنو زده کوونکو څخه په رسمي ډول د معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه.

د پوهنې وزارت د مسئولینو په وینا له دغو آزموینو څخه یې اساسي موخه، د آزموینو اخیستلو له بېلابېلو طریقو سره د زده کوونکو آشنا کول، د درسونو کیفیت لوړول، په آزموینو کې د روڼتیا تامینول، د زده کوونکو په ارزونه کې د آزموینو له ټولو اصولو سره د ښوونکو آشنا کول، د پوهنیز بهیر د پلي کولو په تړاو د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د وظیفوي مسئولیت د احساس پیاوړتیا ده.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ځینو مرکزي رئیسانو د یادو آزموینو له بهیر څخه له نیزدي څارنه وکړه.

په پیل کې د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن حماس د آزموینو صحنې ته د کیفیت تضمین د معین او نورو مېلمنو ورتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان په ښوونیز نظام کې يې د یادو آزموینو د موخو، مېتودونو، ځانګړتیاوو او اړتیاوو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین او نورو مسئولینو د آزموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او دا پروسه یې د پوهنیز نظام په لاپیاوړتیا کې ګټوره او د قناعت وړ وبلله.

په پام کې ده، چې د کابل ښار ښوونځیو له زده کوونکو څخه د نمونوي آزموینو اخیستلو بهیر د روانې اوونۍ تر سې شنبې ورځې پورې په یو شمېر ښوونیزو ناحیو کې دوام ولري.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS