د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته ولاړ

media-moe
Thu, Jul 04 2024 10:05 AM
adfs

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د هېواد د سویلي ولایتونو ښوونیز وضعیت ارزونې او د پوهنې مسئولینو، علماوو او قومي مخورو سره د لیدنې په موخه، نن پکتیکا ولایت ته ورسېد.

د پوهنې وزارت سرپرست، په هغه غونډه کې چې د پکتیکا ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، رهبرۍ، د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقدوس اعظمي، مسئولینو او کارکوونکو سره درلوده، د ديني او عصري علومو د پياوړتيا او پراختیا په برخه کې یې د یاد وزارت د پرمختيايي پروګرامونو او د هېواد بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې د آسانتياوو په باب تفصیلي خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې د افغانستان .ا.ا. په حاکمیت سره، د علم پروره خلکو، ملي سوداګرو او مرسته کوونکو بنسټونو په مالي مرسته، په ټول هېواد کې په سلګونو بابه ښوونځي جوړ شوي دي او زیاته یې کړه، د پوهنې د پراختیا او معياري کولو لپاره به له هېڅ راز هلوځلو څخه درېغ ونه کړي.

ورپسې د پکتیکا پوهنې رئیس او یو شمېر علماء کرامو د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، له دې سربېره چې پوهنې وزارت مشرتابه د خپلو زیاتو وظیفوي مصرفیتونو سره سره، دغه ولایت ته سفر وکړ؛ ترې مننه او قدرداني کوي.

په ورته مهال، د یاد ولايت د علماوو شورا رئیس د مسلکي ښوونکو د کمښت، د یو شمېر ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتون، د علي بابا مرکزي لېسې اړوند ستونزې، متوسطې او لېسې ته د یو شمېر ښوونځيو ارتقاء ورکولو موضوع او د پوهنې رياست د اداري او تدريسي تشکيلاتو د زياتوالي په ګډون يو شمېر ښوونيزې او روزنيزې ستونزې مطرح او د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه يې وغوښتل، چې د يادو ستونزو د حل په برخه کې دې اړوندو مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې د یاد وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د اړتیا وړ بستونو په زیاتوالي سره به د دغه ولایت پوهنې ریاست ته لومړیتوب ورکړل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د حضرت بلال (رضی الله عنه) نمونوي لېسې په ګډون له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه؛ له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې له نیږدې وکتل او د ستونزو د ارزونې ترڅنګ يې، هغوی خپلو اساسي مسئوليتونو ته متوجې کړل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS