د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د کابل ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Jul 02 2024 3:29 PM
asdf

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، د کابل ښار اړوند د نادریه، ناصر خسرو بلخي رسمي لېسو او د شمشاد-- افغان یار نمبر ۱ او نمبر ۲ خصوصي لېسو د درسي لابراتوارونو او وسایلو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په يادو لیدنو کې د دغو لېسو له مسئولينو او زده کوونکو سره د مخامخ ناستو تر څنګ، د ښوونکو د تدريسي مېتودونو، د درسي لابراتوارونو وضعيت، د لابراتوارونو د موادو او وسايلو د کمښت او نورو اړوندو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هغوی د ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال د يادو لېسو آمرینو او ښوونکو د پوهنې وزارت د ساينس مرکز رئیس له ورتګ څخه هرکلي وکړ او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ، چې د هېواد بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې به تر خپله وسه پوره هلې ځلې وکړي او د معیاري تدریس په برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS