د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Jun 22 2024 10:27 AM
asdf

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اونخي، میلاد النبي «صلی الله علیه وسلم»، موسی خېل، شهید عزت الله الهام او ملا حضرت ګل له لېسو څخه لیدنه وکړه.

بیا هم له همدې ولایت څخه:

د پوهنې ریاست مسئولینو او علماوو د سیداباد ولسوالۍ د جمال الدین وردگ دارالحفاظ د ۳۷ تنو حافظانو پرسرونو د فضیلت پګړۍ کېښودې.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس د شمس العارفین، سنايي او سید احمد مکه یي ښوونځیو د زده کړو وضعیت وڅېړه.

لوګر

د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند د شاه خلوتي عالي لېسې د زده کوونکو د والدینو شورا په مرسته د ۱۰ زره افغانیو په لګښت د یادې لېسې د تګ را تګ لارو ترمیم چارې پیل شوې.

ولایتونه:

د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي، چې د لوی اختر له رخصتۍ وروسته د ټولو ولایتونو پوهنې رئیسانو، له خپلو اړوندو کارکوونکو سره غیر نوبتي اداري ناستې ترسره کړې او د کاري نظم په رعایتولو یې د ټینګار ترڅنګ، له کارکوونکو وغوښتل چې پرته له ځنډه د مراجعینو کارونه ترسره کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS