پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت کړ.
پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي، د یاد ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د پوهنې له وضعیت، ښوونیزو پروګرامونو، د مدارسو او ښوونځیو اداري، مالي او تدریسي چارو، د ښوونځیو د ترمیم له عملي کارونو او یو شمېر نورو کړنو څخه لیدنه وکړه.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي پراختیا اړوند د ۴۱ بستونو د ډکولو په موخه له نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د لالا، شالیز، نوآباد او ارزو د لېسو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
نورستان
په نورستان ولایت کې د یو خیریه بنسټ مسئولینو، د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل او د ګډو ښوونیزو پروګرامونو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو ټولګیو د کړنو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
