په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د نيمروز ولايت مرکز اړوند په سيادک کلي کې د نورزاد ښوونځي لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د نیمروز ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، په داسې حال کې چې د پوهنې یو شمېر نورو مسئولينو، علماوو او سپين ږيرو هم حضور درلود، د علومو پر ارزښت او پرمختګ خبرې وکړې، په ځانګړې توګه یې شتمنو خلکو وغوښتل، تر څو د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره د مدارسو او ښوونځيو په جوړولو او تجهیز کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ولايت يو تن علم پروره شخصیت حاجي نذير احمد نورزاد په دې سربېره چې د ښوونځي لپاره یې ځمکه په ۸ سوه زره افغانيو پېرلې، بلکې د ياد ښوونځي د جوړېدو لپاره يې ۴ ميليونه افغانۍ هم مرسته کړې ده.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، احاطوي دېوال له نورو اړینو ملحقاتو سره لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه همېشه د پوهنې په برخه کې د علم پروره خلکو له مرستو قدرداني کوي او په سیاد ک کلي کې یې د نورزاد ښوونځي د جوړېدو په اړه د حاجي نذیر احمد نورزاد د ځمکې له ورکړې او مالي ملاتړ څخه مننه کوي.
