د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د یاد ولايت د علماوو شوراء له رئيس شيخ قيام الدين حنيف سره وکتل، د پوهنې پر ستونزو او د حل پر لارو چارو يې تفصیلي خبرې وکړې.
هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، کهسان ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولينو، علماوو او د ښوونځيو شوراګانو له غړو سره د کتنې پرمهال، د ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو د کيفيت پر لاښه والي ټينګار وکړ او د پوهنیزو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې یې د ځایی خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو له مسئولينو سره وکتل او د ښوونيزو پروګرامونو په ځانګړي ډول د سيمه ييزو او ګړندیو ټولګیو د کړنو په تړاو یې تفصیلي خبرې اترې وکړې.
لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولايت په مرکز مهترلام کې د يو شمېر ښوونځيو د اداري چارو د ارزونې ترڅنګ، د عمر بابا، مرسي، شيرګر، شيخ محمد حسين او شهيد عبدالوهاب ښوونیزو بنسټونو له کلنيو آزموينو څخه څارنه وکړه.
یادونه: (لغمان د ګرمو ولایتونو له جملې څخه ګڼل کېږي).
میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت تر څارنې لاندې د سیمه ییزو ادارو او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
