د آزموینو ملي ادارې رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل
د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې، د کانکور آزموینې د اخیستلو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو، د دواړو ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او یو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه تبادله کړل.
په ورته مهال د آزموینو ملي اداري رئیس، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کانکو آزموینې لپاره د پوښتنو د ترتیب او آزموینې اخیستلو د پروسې په اړه د پوهنې وزارت له سرپرست سره تفصیلي خبرې وکړې او څرګنده يې کړه، چې ياده اداره جدي هڅه کوي، تر څو په مرکز او ولايتونو کې د کانکور آزموينې د ګډون والو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د آزموینې ملي ادارې پلاوي د پوهنې وزارت مشرتابه ته، د کانکور آزموينې لپاره د پوښتنو د چمتو کولو، د آزموينې سيمو ته د هغو د لېږد او په نورو اړوندو چارو کې د روڼتيا، دقت او مصئونيت په تړاو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د کړنلارې سره سم به د دواړو ادارو ترمنځ په پوره همغږۍ او دقت سره لازم اقدامات ترسره شي.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د آزموینو ملي ادارې رئیس او مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د کانکور آزموینې په بهیر کې یې پر روڼتیا د ټینګار تر څنګ، د یادې ادارې له همکاریو او هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه.
له بلې خوا د پوهنې وزارت سرپرست پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې یاد وزارت په ټولو څانګو کې د آزموینو ملي ادارې سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
