د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Wed, May 22 2024 11:42 AM
14

بلخ
يو خيريه بنسټ، د بلخ ولايت د ښوونځيو له یوزره ۴۷۵ تنو زده کوونکو سره د ۳ میلیونه ۶۸۷ زره ۵۰۰ افغانيو په ارزښت، د بکسونو او درسي توکو مرسته وکړه، چې د یاد ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه په حضور کې ووېشل شول.

کندوز
د کندوز ولایت د مقام رسمي پلاوي، چې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو، بشري سرچینو، اداري اصلاحاتو او اقتصاد ریاستونو استازو پکې ګډون درلود، د پوهنې ریاست له دندو او اداري کړنو څخه څارنه وکړه.

پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي د میرعلي احمد شهید او حضرت نعمان (رحمه الله علیه) لېسو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

بدخشان
د پوهنې سره د یو همکار بنسټ له لوري، د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د ۷ بابه ښوونځیو ۲۹ تنو ښوونکو او سرښوونکو ته د "انسان محوره طرحې" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

کاپیسا
د کاپيسا ولايت پوهنې رياست وايي: د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ارزونې او طبقه بندۍ پر بنسټ، د یاد ولايت پوهنې رياست د ۱۴۰۲ کال فارغانو د نتايجو په ترتيب او لېږلو کې د هېواد په کچه لومړى مقام خپل کړى دى.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS