په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Tue, May 14 2024 3:44 PM
12

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ اړوند د خداى نظر چمبر په سيمه کې د "شمس العلوم" ديني مدرسې د بنسټ ډبره، د پوهنې رياست د مشرتابه، ديني علماوو او د سيمې د خلکو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د یادې مدرسې د جوړېدو لپاره ۱،۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، چې د مقر ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.

ټاکل شوې، چې د یادې مدرسې ودانۍ په ۲ جرېبه ځمکه کې د ۶ درسي ټولګيو، یوې اداري خونې او یو شمېر نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره جوړه شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو، په ځانګړې توګه د غزني ولایت د خدای نظر چمبر کلي له خلکو څخه مننه وکړه او دا یې یو صدقه جاریه عمل وباله.

د غزني ولايت پوهنې مسئولين وايي، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغې سيمې شاوخوا ۲۵۰ تنو ماشومانو ته د زده کړې خوندي چاپېریال برابر شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS