د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې او څارنې کارپوهانو د کابل ښار له پوهنې رئیس سره وکتل
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او ځانګړي ټېم یې په جلا جلا توګه، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست له کارپوهانو او د یاد وزارت د داخلي پلټنې له کاري ټېم سره د ښونیزو کړنو او تدریسي مسایلو په تړاو بحث او تفصیلي خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې، څارنې او ارزونې مسئولينو وويل، چې د دوى د غونډې اساسي موخه، د ترسره شويو کړنو د څارنې او پلټنې د بهير پيل او دغه راز په راتلونکي کې د ياد ریاست کارکوونکو ته د اغېزناکو مشورو ورکول دي.
ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس د دواړو ادارو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ادارو کې د څارنې او پلټنې د اصلاحاتو پر ارزښت خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې د هر ډول همکاریو او لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
