په غزني ولایت کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو د کار او کړنو څخه ارزونه وشوه

media-moe
Thu, May 09 2024 12:25 PM
17

د خصوصي ښوونځيو له کړنو څخه د ارزونې ځانګړې کمېتې له لوری، په دې ورستیو کې د غزني ولایت د یو شمېر خصوصي ښوونځيو له کړنو څخه څارنه ترسره شوه، چې په پایله کې یې یو شمېر خصوصي ښوونیز بنسټونه د پوهنې وزارت له قوانینو، مقرراتو او لایحو څخه د یو شمېر سرغړونو لکه: له ټاکل شویو نورمونو څخه د زیاتو فیسونو اخیستلو او د معیاري ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو د نشتوالي له امله د هغوی فعالیتونه د یو څه مودې لپاره وځنډول شول.

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني په ياد ولايت کې د يو شمېر خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو بنسټونو د مسئولينو له لوري سرغړونو ته په اشارې سره وویل، چې د یاد ولایت د خلکو د شکایتونو له مخې، د پوهنې ریاست د څارنې ټېم له یادو ښوونځیو څخه څارنه کړې، چې د یو لړ ستونزو د موجودیت په تړاو یې د خصوصي ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته رسمي توصیې کړې او د هغوی فعالیتونه د یو څه مودې لپاره ځنډول شوې دي.

له بلې خوا د غزني ولايت اوسېدونکو د پوهنې رياست د دغه اقدام ستاينه وکړه او د یاد رياست له پروګرامونو او پلانونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS