د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته ورسېد

media-moe
Wed, May 08 2024 11:48 AM
145

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او ورسره مل پلاوی، د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د خپلو رسمي لیدنو په ترڅ کې کندوز ولایت ته لاړ.

په پيل کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس د کندوز ولایت له پوهنې رئیس او مشرتابه سره وکتل او د دغه ولایت د پوهنیز وضعیت او ښوونیزو کړنو د تنظیم په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

یاد پلاوي د هغه سيمينار څخه کوم چې د دغه ولايت د ښوونځيو د ٢٤٣ تنو ښوونکو د وړتیا لوړلو لپاره په لاره اچول شوى ؤ، هم څارنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست په پام کې لري، تر څو د نویو ښوونکو او اړوندو کسانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینارونه برابر کړي.

ورپسې د کندوز ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د پلاوي له ورتګ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د یاد ولایت د پوهنې د پراختیا او پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د سیمینارونو جوړولو په برخه کې به له هر راز هلو ځلو څخه درېغ ونه کړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

Wed, Dec 31 2025 2:51 PM
Background image

The Honorable Minister of Education arrived in Kapisa Province with the aim of supervising the examination process of religious schools.

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, paid an official visit to Kapisa Province. During a meeting with the Honorable Alhaj Mawlawi Mohammad Farid Haqqani,. . .

BACK TO NEWS