د بلخ ولایت پوهنې ریاست د تېرو څو ورځو کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Mon, May 06 2024 10:41 AM
14

*یو خیریه بنسټ د بلخ ولایت له ۱۳۵ بابه لیلیه مدارسو سره د خوراکي موادو او درسي کتابونو مرسته وکړه.
   په يادو مرستو کې وريجې، غوړي، لوبيا، نخود، بوره او له لومړۍ درجې څخه تر احادیثو دورې پورې ۱۰۰ ټوکه کتابونه او د قرآن کريم ٢ زره ١٣٠ جلده شامل دي.

*د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د یاد ولایت له اهل تشیع علماوو او مخورو سره وکتل.
دغه راز نوموړي په ټولنه کې د ښو اړیکو په رامنځته کولو او د ښو ښوونیزو چوپړونو په وړاندې کولو تفصیلي خبرې وکړې.

*د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د سرچینو او ادارې آمر تر څارنې لاندې، د ولایت مقام، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د مرستندویه بنسټونو د استازو په حضور کې د یاد ریاست اداري غونډه جوړه شوه.

*د بلخ پوهنې ریاست کارکوونکو د هرات ولایت د پوهنې ریاست له اداري، ښوونیزو او مالي چارو څخه کتنه او څارنه وکړه.

*د بلخ د پوهنې ریاست د مسئولینو په وینا: تر دې دمه د مارمل، حیرتان، کلدار، شورتېپې، دولت آباد، چهاربولک، چاهي، بلخ، چمتال، نهرشاهي او شولګرې ولسوالیو اړوند درسي کتابونه د پوهنې آمریتونو له ګدامونو څخه انتقال او زده کوونکو ته تسلیم شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS