د ولایتونو له پوهنې ‌‌ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Thu, May 02 2024 11:36 AM
96

غزني

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، د خپلو ښوونځیو ستونزې او وړاندیزونه شریک او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

هرات

د هرات ولایت د ښوونځیو د لابراتوارونو د لارښونې غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس او نورو مسئولینو په ګډون په ښوونځیو کې د ۱۵۰ قلمه لابراتواري موادو د کارولو د څرنګوالي او لارښوونې په تړاو جوړه شوه.

فراه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی ریاست روزونکو، د فراه ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم سره د لیدنې پر مهال، د ۲۰۹ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنی سیمینار پیل کړ.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د بلخ ولایت د ولسوالیو د ښوونیزو مرکزونو له اداري او تدریسي چارو څخه د څارنې او کتنې په موخه، د شولګرې او دهدادي ولسوالیو ته سفرونه وکړل، د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو له ښوونیزو چارو یې څارنه وکړه.

غور

د غور ولایت پوهنې ریاست د همکارو ادارو له مسئولینو سره د همغږۍ غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج شیخ حفیظ الله محفوظ په مشرۍ جوړه شوه.

د یاد ولايت د پوهنې رئيس له هغوى وغوښتل، تر څو د پوهنيزو بنسټونو د تمويل او تجهيز ترڅنګ، په غور ولايت کې د ښوونځيو د ښوونکو د وړتیا لوړولو پروګرامونه پيل کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS