د لغمان ولایت د مدارسو زده کوونکو ته خوراکي مواد ووېشل شول

media-moe
Thu, May 02 2024 11:10 AM
85

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د لغمان ولایت د ۲۵ بابه دیني مدارسو اړوند ۵۰۰ تنو زده کوونکو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه.

د خوراکي موادو د وېش په مراسمو کې، د یاد ولایت د مقام مرستیال، د پوهنې رئیس او یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.

د لغمان ولايت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له یاد مرسته کوونکي بنسټ څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د دغو خوراکي موادو ټوليز ارزښت ٨٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو خوراکي مواد کې اوړه، وريجې، غوړي، نخود، لوبيا او بوره شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه خیریه بنسټ له دې وړاندې هم په څلورو نورو مدارسو باندې ديني کتابونه وېشلي او په راتلونکي کې يې هم د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS