په کونړ ولایت کې د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Wed, May 01 2024 3:45 AM
65

د کونړ ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له یو زره ۱۲۰ تنو م.جاهدینو او له پاکستان هېواد څخه راغلو کډوالو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته، تر څو هغوی د خپلو سویو سره سم د زده کړو د دوام په موخه، د ښوونځیو په نهم، لسم او یوولسمو ټولګیو کې شامل شي.

د کونړ ولايت پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر، د يادې آزموينې نوماندانو ته ښه راغلاست ووايه؛ د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يې د م.جاهدينو د مقام په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوه لسیزو کې د ج.هادي بوختیاوو او کډوالۍ له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو او اوس د دې وخت رارسېدلی دی، تر څو هغوی خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د آزموینې ګډون والو د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هلو ځلو خوښي څرګنده او ټینګار یې وکړ، چې د هیواد په بیارغونه او آبادۍ کې به خپل دیني او ملي رول ولوبوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS