د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت په تړاو ځانګړې غونډه جوړه شوه

media-moe
Thu, Apr 25 2024 2:52 PM
9632

د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت د ستونزو په اړه د بحث غونډه، د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب په مشرۍ جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست مسئولینو او کارپوهانو حضور درلود.

غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په پوهنیز نظام کې د مسلکي ښوونکو شتون مهم وباله او د ښوونکو د تشکیلاتي ستونزو د حل په تړاو یې تفصیلي خبرې وکړې.

ورپسې د اړوند ادارو مسئولینو او کارپوهانو خبرې وکړې او په ښوونځیو کې یې د مسلکي ښوونکو د کمښت د ستونزې د حل لپاره یې لازمې لارې چارې ولټولې.

په پای کې له هر اړخیزې ارزونې او تفصیلي بحثونو وروسته د یادې موضوع په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS