د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

media-moe
Sat, Apr 20 2024 1:38 PM
111

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند په دهن قم کلي کې د ابوبکرصدیق «رضی الله عنه» لومړنی ښوونځی، د پوهنې مسئولینو، علماوو او د سیمې د قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د کابل ولايت پوهنې مسئولين وايي: د سروبي ولسوالۍ د څو کليو اړوند د پوهنې دوستو خلکو خپله شخصي (یو جرېب ځمکه )، د یاد ښوونځي د جوړولو لپاره پوهنې رياست ته وقف کړه.

د سروبي ولسوالۍ پوهنې آمر د سیمې د با احساسه خلکو له وطن دوستۍ څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د یاد ښوونځي لپاره ودانۍ په اساسي ډول ورغول شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ د څلورو کليو شاوخوا ١٥٠ تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.

د سيمې اوسېدونکو هم په علمي ډګر کې د پوهنې رياست له هلو ځلو مننه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS