د غزني ولایت پوهنې بنسټونو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
Sat, Apr 20 2024 12:04 PM
11

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د «اغوجان» کلي څو تنو اوسېدونکو، په یاده ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې او ګیلان دارالحفاظ لپاره، خپله ۲ جرېبه ځمکه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف کړه.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د غزني پوهنې ریاست مسئولینو، علماوو، او قومي مخورو ګډون درلود.

د پوهنې وزارت مشرتابه د يادې ځمکې دورکړې له امله د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د علم دوسته خلکو له نېک احساس څخه مننه وکړه.

د ګيلان ولسوالۍ د پوهنې آمر هم د ښوونیزو بسنټونو د جوړولو د اجر او ثواب په اړه معلومات وړاندې کړل.

ځايي خلکو د پوهنې وزارت له پلانونو د ملاتړ د ټينګار پرمهال، د غزني د پوهنې رياست له مسئولينو وغوښتل، تر څو د يادې مدرسې لپاره د ودانۍ په جوړولو کې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال زده کوونکي په کرايي ودانۍ کې په زده کړو بوخت دي او که ودانۍ ورته ورغول شي، د خوندي ښوونیز چاپېريال د نشتوالي له امله به يې ستونزې هوارې شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS