د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Mon, Apr 08 2024 12:38 PM
1

میدان وردګ
د پوهنې وزارت اړوند مسئولینو، د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شاوخوا یو جرېب ځمکه چې د معارف ملکیت ؤ، له فرصت طلبه کسانو بېرته خلاصه او د یاد وزارت په ملکیت کې یې ثبت کړه.
 
هرات
د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او ورسره مل پلاوي د هلکانو او نجونو د تجربوي لېسو، انقلاب اسلامی، محجوبه هروي، سواد حیاتي، مولانا عبدالرحمن جامي او خواجه محمد تاکی له ښوونځيو څخه څارنه وکړه. 
همدارنګه نوموړي د اداري او ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي لپاره اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرپل
یو مرستندویه بنسټ، د سرپل ولایت د پوهنې ریاست ۵۰۰  تنو کارکوونکو ته خوراکي توکي ووېشل.
د سرپل ولايت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د مرستندویه بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: دغه مرستې د پوهنې په هغو مستحقو کسانو ووېشل شوې، کوم چې څه موده مخکې یې سروې ترسره شوې وه.
د یادو مرستو په کڅوړو کې اوړه، وریجې او یو - یو قطی غوړي شامل دي.

نورستان
د پوهنې وزارت په نورستان ولایت کې د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ په همکارۍ، د یاد ولايت د وايګل ولسوالۍ په سيمه ييزه مدارسو کې د درسي توکو، کتابونو، اداري او درسي پاڼو د وېش لړۍ پيل کړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS