غزني ولایت کې د سواد زده کړې له کورسونو څخه په لسګونو پولیس فارغ شول

media-moe
Sat, Mar 16 2024 1:47 PM
14

د غزني ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند د ا.ا.ا. ۱۶۵تنه پولیس م.جاهدین د سواد زده کړې کورسونو له ۹ میاشتنۍ ښوونیزې دورې وروسته فارغ او د فراغت مراسم یې د یاد ولایت پوهنې رئیس، امنیې قوماندان، امنیتي مسئولینو او دیني علماوو په حضور کې ترسره شول.

د غونډې ويناوالو فارغانو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ، د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د لیک لوست او زده کړې پر اهميت خبرې وکړې، نالوستي او کم لوستي کسان يې د علومو زده کړې ته وهڅول.

د يادونې وړ ده، چې د سواد زده کړې د کورسونو ښوونیزې چارې د غزني ولايت د پوهنې رياست له لوري د یاد ولايت د امنيتي ادارو په همکارۍ پيل شوې وې او په پای کې د پوهنې رياست له خوا په فارغانو د فراغت تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS