د پوهنې وزارت خبرتیا
د کابل ښار پوهنې ریاست د راتلونکي ۱۴۰۳ ل کال لپاره د لسمې ناحیې اړوندو کې زده کوونکو ته د تدريس په موخه، کرايي ودانیو/ حویلیو ته (د وزیرآباد د تازه تاسیس شوي ښوونځي لپاره لږ تر لږه (۵۸) خونې، د رونق لېسه لږ تر لږه (۲۹) خونې، مسعود سعد عالي لېسه لږ تر لږه (۲۳) خونې، د چمندې چهار قلعه وزیر آباد منځنی ښوونځی لږ تر لږه (۱۶) خونې، حنظله منځنی ښوونځی لږ تر لږه (۱۵) خونې، د چهار قلعه وزیر آباد منځنی ښوونځی لږ تر لږه (۶۱) خونې، د عطاء الله خان لومړنی ښوونځی (۷) خونې او د شیرپور د سواد زده کړې بنسټ لږ تر لږه (۳) خونې ولري) اړتیا لري.
هغه کسان چې پورتنیو ښوونځیو ته څېرمه سیمو کې ورته تعمیرونه/ حویلۍ لري او په کرایه یې د ورکولو هوډ ولري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدلو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د غزني سرای ته څېرمه موقعیت لري، خپلې غوښتنې وسپاري، شرط پاڼه دې وګوري.
