له ځینو ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Wed, Feb 28 2024 3:41 PM
14

غزني

د غزني ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر اداري کارکوونکي او د ښوونیزې څارنې پخواني غړي د یاد ریاست د عمومي زده کړو په پروګرام کې د علمي او مسلکي غړو په توګه وګمارل شول او د پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

سرپل او کندوز

د سرپل او کندز ولایتونو د پوهنې ریاست مسئولین وايي: د یو منظم پروګرام په ترڅ کې د همکارو بنسټونو په مرسته زرګونه ټوکه درسي کتابونه چې د پوهنې وزارت له لوري د سرپل او کندوز ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته استول شوي وو، د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو باندې ووېشل شول.

پروان

د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د یاد ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ په سياه ګرد او شينوارو ولسواليو کې د سلګونو ځوانانو ترمنځ «د کتاب لوستلو سيالي» په لاره واچوله.

د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی څانګې آمر عتيق الله صافي د دغه سياليو د پيلولو اساسي موخه، د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو د فرهنګ دودول، انګېزه ورکول او د هغوی د عملي کچې لوړول وبلل.

تخار

د پسرلي موسم د رارسېدو په درشل کې د تخار ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د څو زینتي نیالګیو په اېښودلو سره د نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړ او له مسئولینو څخه یې وغوښتل، تر څو د نيالګيو په اېښودلو سره د چاپېريال په سمسورتیا او آبادۍ کې خپله ونډه واخلي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS