له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډيز

media-moe
Wed, Jan 03 2024 2:37 PM
لب

هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت سنګین ولسوالۍ ته د یو کاري سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ښوونځیو د تدریسي او اداري چارو د کتلو ترڅنګ، د پوهنې له مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

همدارنګه:
د هلمند ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې له آمرینو او مدیرانو سره اداري ناسته وکړه او د دغه ولایت په ښوونځیو کې یې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو د اخیستو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
 د هلمند پوهنې ریاست مشرتابه د یادو آزموینو پر روڼتیا ټینګار وکړ.

بلخ
د بلخ ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزې څارنې غړو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا په اداره کې د ګمارنې لپاره د تحصیلي اسنادو او کاري تجربو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.
د ښوونکو د مسلکي کېدو د کړنلارې له مخې، د ښوونیزې څارنې غړي د ښوونکو د مسلک او کاري تجربې سره سم ټاکل کېږي.

بادغیس
د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوال ملاعبدالله مسافر په مشرۍ،د پوهنې د کمېټې غونډه د پوهنې آمر او د دولتي ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د سواد زده کړې کورسونو پر وړاندې پرتو ننګونو او لاسته راوړنو خبرې وشوې او د ستونزو د حل په موخه رغنده نظریات او وړاندیزونه وړاندې شول.

ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت د مرکز او ۲۲ ولسواليو د پوهنې او څارنې له مسئولينو سره ناسته وکړه او د ننګرهار ولايت د ښوونځيو د منظمو آزموينو د ترسره کولو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS