د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Sat, Dec 16 2023 2:41 PM
فقغ

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان د اوبو رسولو د سیستم سربېره له يو شمېر پروژو څخه کوم چې د دوو بنسټونو له لوري د شمال دریا عالي لېسې لپاره په معیاري ډول جوړې شوې دي، څارنه وکړه او له يادو مرستندویه بنسټونو څخه یې د مننې تر څنګ، پوهنې په برخه کې د لازياتې همکارۍغوښتونکى شو.

هرات

د هرات ولایت مرکز اړوند یو شمېر سیمه ییزو خلکو، دیني علماوو او د ښوونځیو د شوراګانو غړو د ياد ولايت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره په کتنه کې د ښوونيزو پروګرامونو لاښه والي او پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو حل په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د هرات پوهنې رئيس د پوهنې په وده او پراختيا کې د ښوونځيو د شوراګانو رول مهم وباله او د پوهنيزو ستونزو په حل کولو يې ټينګار وکړ.

کندز

د کندز ولایت پوهنې ریاست د.ا.ا. له ۸۲ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه واخيسته؛ ترڅو وړ کسان د زده کړو دوام لپاره په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل شي.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د دغه ولایت د مرکزي دارالعلوم له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د چارو پر لاښه والي یې د ټینګار تر څنګ، له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، تر څو خپل صورت او سيرت د حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) پر سنتو برابر کړي.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر په مشرۍ د پوهنې مسئولینو او همکارو ادارو په ګډون جوړه شوه.

د غونډې پر مهال د دندو پر مثبتو ټکو سربېره د ستونزو د حل په لارو چارو هم تفصيلي بحثونه وشول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS