د پوهنې وزارت سرپرست د کاردان ښوونیزې مؤسسې له کامپلکس څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Dec 11 2023 12:33 PM
78

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو یې هم ملتیا کوله؛ د کاردان ښوونیزې مؤسسې له کامپلکس څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست او مل پلاوی د کاردان ښوونیز بنسټ ته په رسېدو سره د یاد علمي بنسټ د رئیس ډاکټر احمد خالد حاتم او استادانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
په پیل کې د کاردان علمي مؤسسې رئیس د پوهنې وزارت مشرتابه ته، د یاد کامپلکس د جوړښت، کړنو او تدریسي مېتودونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد بنسټ د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: الحمدلله افغانستان په ټولو دیني او علمي برخو کې روزل شوي او علمي کادرونه لري؛ موږ غواړو چې د خپل ګران هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې په برخه کې د دوی له علمي لاسته راوړنو او تجربو څخه غوره ګټه پورته کړو.
نوموړي زیاته کړه: موږ د تخنیک او ټکنالوژۍ په عصر کې ژوند کوو؛ د پوهنې وزارت هڅه دا ده، تر څو د هېواد بچیان په معاصره ټکنالوژۍ سمبال کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست د قرآن کریم مبارک آیت شریف ته په اشارې سره وویل: اوس د دې وخت دی چې دیني او عصري علوم زده کړو، د خپل هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړو، د لوی خدای(جل جلا له) په مرسته، افغانستان د شاته تګ څخه وژغورو؛ خپلو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړو، او دا زما د اوږد مهاله هیلو څخه دي.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه: موږ به دغه موخې ته هغه وخت ورسېږو چې د توحید تر چتر لاندې په بشپړه ورورولۍ او اسلامي اخوت سره یو بل ته لاس ورکړو، د خپل هېواد د مطلوبو موخو د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ هڅې وکړو؛ چې هغه په حقیقت کې پرمختګ او سوکالي ده.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ښونیزو بنست له مسئولينو سره يو ځای د کاردان علمي کامپلکس د ښوونځيو له څانګو او ټولګيو څخه ليدنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د یاد بنست د رئيس له لوري توضېحات ورکړل شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له هغو پوهنې مسئولینو مننه وکړه، کوم چې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو په جوړولو سره یې د نړۍ په کچه د مسلکي کسانو د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاله ونډه اخیستې او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د پوهنې د ټولو مینه والو او فعالانو سره د ښوونې د لاپرمختګ په برخه کې د ښه همکار په توګه پاتې شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS