د هرات ولایت پوهنې رياست له لوري عامه ټولپوښتنه ترسره شوه

media-moe
Sun, Dec 03 2023 2:49 PM
58

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د دیني علماوو، فرهنګیانو، استادانو، د خلکو وکیلانو او د ښوونځیو شوراګانو د غړو په ګډون سره د «خلک او پوهنه» تر نامه لاندې ټولپوښتنه ترسره شوه.

د هرات پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر وويل، چې د یادې ټولپوښتنې موخه، د پوهنې له بنسټونو سره د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې د خلکو د ونډې زياتوالى، د پوهنیز نظام لاښه والی، د خلکو د سالمو مشورو ترلاسه کول، د پوهنې ریاست لاسته راوړنو، کړنو، د خلکو سره د پوهنې وزارت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست اړوند د بنسټیزو فعالیتونو شریکول وبلل.

همدارنګه نوموړي په دغه ټولپوښتنه کې د ګډون والو له همکارۍ او فعال ګډون څخه هم مننه وکړه له هغوى يې وغوښتل چې د پوهنې له رياست سره مثبتې او اغېزمنې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په پای کې دیني علماوو، مشرانو، د شوراګانو غړو او وکیلانو د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل او د هرات ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS