د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sun, Dec 03 2023 10:35 AM
54

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ پلاوی پروان ولایت ته ولاړ.

هغه مراسم چې یاد ولایت ته د پلاوي د سفر په موخه دایر شوي وو، د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، یاد ولایت ته د پوهنې د معین له سفر هرکلی وکړ.

ورپسې د پوهنې وزارت معین پروان ولایت ته د پلاوي د سفر موخه، د یاد ولایت پوهنې چارو ارزونه، د ښوونیز وضعیت لا ښه والي لپاره لازمې مشورې، د ښوونکو او اداري کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د ښوونیز وضعیت څېړل او د.ا.ا.ا. عالي مشرتابه د لارښوونې په بنسټ د لیلیه مدارسو جوړول وبلل.

د غونډې په پای کې د یاد ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته د سفر د پلانونو د پلي کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS