د پوهنې وزارت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز اړوند دآنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیوګانې په رسمي ډول پرانیستل شوې

media-moe
Sat, Dec 02 2023 10:26 AM
17

د پوهنې وزارت د ساینس او ​​ټکنالوژۍ ښوونيز مرکز د آنلاين زده کړو ډیجیټل اسټډیو ګانې په رسمي ډول، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، په داسې حال کې پرانیستل شوې، چې د ياد وزارت د ښوونکو مسلکي پراختيا او نصاب لوى رئیس الحاج مولوي ګل ایوبي او د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو هم حضور درلود.

ياد مراسم د قرآن کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د آنلاين زده کړو اړوند د ډیجیټل اسټډیوګانو د کړنو وېډیويي راپور د ګډون والو په وړاندې ننداره شو.

په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست د ډيجيټل اسټډیوګانو د پرانيستنې پر مهال، د ښوونکو د مسلکي پراختيا او نصاب د لوى ریاست مشرتابه او کارکوونکو له هلو ځلو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د دغه اسټډیوګانو اهمیت په ډاګه کړ.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه، دا لومړي ځل دى، چې د پوهنې وزارت په اډانه کې د آنلاين زده کړو په موخه ډیجیټل اسټډیوګانو سیستم تاسيس شوی دی.

په ورته وخت کې د ښوونکو د مسلکي پراختيا او نصاب لوى رئيس هم د پوهنې وزارت لپاره د يادو اسټډيوګانو د اړتيا په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د آنلاين زده کړو ډيجيټل اسټډيوګانې د يونيسکو او آيسيسکو په مالي مرسته جوړې او پرانيستل شوې.

نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت په پام کې لري، تر څو دغه اسټډیوګانې د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په ګډون د درسونو په ځانګړي ډول د فزیک، کیمیا، بیولوژي، ریاضي مضامينو د تجربو د ثبتولو لپاره وکاروي.

په پاى کې د پوهنې وزارت مقام له لوري د ياد رياست مسئولينو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS