د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست پلاوي نورستان او هلمند ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل

media-moe
Wed, Nov 29 2023 1:19 PM
لبسی

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست پلاوي نورستان او هلمند ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، د يادو ولايتونو د پوهنې مشرتابه سره په کتنو کې، د پوهنې رياستونو پر مهمو تدريسي، اداري او بوديجې پر مسائیلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

ياد پلاوي د خپلو سفرونو موخه، د پوهنې رياستونو د ستونزو، کړنو، لاسته راوړنو څېړل وبلل او په يادو برخو کې يې له مسئولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د نورستان پوهنې ریاست سرپرست سید رسول عابد، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې په برخه کې د دندو، لاسته راوړنو او ننګونو د شریکولو په ترڅ کې، د همکارۍ او لازمو آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.

دغه راز د هلمند ولایت پوهنې ریاست مشرتابه هم خپل کاري راپور له پلاوي سره شریک کړ.

همدارنګه پلاوي د ابن حبان بستي لېسې په ګډون د هلمند ولایت له یو شمېر نورو ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS