د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معینیت له لوري، د یاد وزارت « د مرکزي ګدامونو او د اجناسو الکترونیکي ثبت سیستم» پرانیستل شو

media-moe
Wed, Nov 29 2023 12:59 PM
32

د پوهنې وزارت «د مرکزي ګدامونو د تنظیم او د اجناسو د ثبت الکترونیکي ثبت سیستم»، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې وزارت سرپرست، د یاد وزارت معینانو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارپوهانو ګډون درلود، نن د رسنیو په حضور کې پرانیستل شو.

یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شو؛ ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد وزارت د ګدامونو د تنظیم او د اجناسو د ثبت سیستم پر جوړېدلو خوښي څر ګنده کړه او یاد سیستم یې د اداري چارو لپاره د روڼتیا، عدالت، آسانتیاوو رامنځته کولو، اعتماد او له فساد څخه د مخنیوي پر رامنځته کولو کې خورا اغېزمن وباله او په دې برخه کې یې د سرچینو او اداري معین له هڅو څخه ځانګړې مننه او قدرداني وکړه.

همدارنګه نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه د اسلامي نظام پر استحکام ، د هېواد او ولس لپاره د واقعي خدمت کولو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د پوهنیز نظام کارکوونکي بنسټیز مسئولیت لري تر څو د هېواد بچیان په اسلامي او ملي روحیه وروزي.

په ورته مهال، د یاد وزارت د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله «وصیل»، د ګدامونو په ترتیب، تنظیم او روڼتیا کې د دغه سیستم پر ګټو خبرې وکړې او له خپلو تخنیکي کارکوونکو څخه یې د مننې ترڅنګ، څرګنده کړه، چې د یاد معینیت تخنیکي ټېم په دې توانېدلی، تر څو په مرکزي ګدامونو کې ټول له کاره لوېدلي اجناس دوباره ترمیم کړي.

نوموړي څرګنده کړه، د خپل اړوند تخنیکي ټېم په مرسته یې شاوخوا ۲۰۰ پایې کمپیوټرونه او۲۲۰ پایې پرنټرونه دوباره د ځانګړي تخنیکي ټېم په مرسته ترمیم کړي دي.

دغه راز د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق»، « د مرکزي ګدامونو او د اجناسو الکترونیکي ثبت سیستم» پر ګټو لنډې خبرې وکړې او ویې ویل: دغه سیستم کولای شي، په اړونده اداري برخه کې روڼتیا، پرمختګ، په کارونو کې چټکتیا او عدالت رامنځ ته کړي.

نوموړي د یاد وزارت له ټولو مرکزي رئیسانو څخه د هغوی د اغېزناکو کارونو او نوښتونو له امله ځانګړې مننه وکړه.

همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت اړوند ټولې ادارې، د ملت بچیانو لپاره د دیني او عصري علومو د آسانتیاوو په برابرولو کې مسئولې وبللې.

په پای کې یاد سیستم د پوهنې وزارت د سرپرست په مبارکو لاسونو سره د رسنیو په حضور کې پرانیستل شو.

غونډه په هېواد کې د پوهنیز نظام د لاپرمختګ او اسلامي امت ته د خیر او فلاح په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS