د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د شمال زون پنځو ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره غونډه وکړه

media-moe
Tue, Nov 28 2023 10:21 AM
145

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د شمال زون پنځو لايتونو په مدارسو کې د لیلیو جوړولو د لارښوونو په موخه، د بلخ، جوزجان،سرپل او سمنګان پوهنې ریاستونو د اسلامي زده کړو له آمرينو سره تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

په ياده ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د هغه طرحې په اړه خبرې وکړې کوم چې د ا.ا.ا عالي مشرتابه له لوري منظور شوې ده.

په دغه طرحه کې راغلي،د ټولو هغو مدارسو زده کوونکو ته دې د اعاشې او ليليې لګښتونه ورکړل شي کوم چې لږ تر لږه 3 ګاونډ ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي.

دغه راز د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د مدارسو له مسئولينو سره په خبرو کې د ياد وزارت پر کړنلارې، د مدارسو لپاره د سل زره بستونو د تطبيق پر بهير،د لیلیو پر جوړولو، د زده كوونكو د تعلیمي کچې لوړولو، په مدارسو کې د طالبانو سره د مالي مرستو، د لومړنيو ښوونځيو سره د مدارسو د ښوونيز نصاب همغږي کول او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړې.

په ياده ناسته کې د پوهنې مسئولینو هر یو د خپلو مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو د پلان، د شته اداري ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې د پوهنې وزارت له معین سره شريك کړل.

په پاى کې د اسلامي زده کړو معين د شمالي ولايتونو د پوهنې مسئولينو وړانديزونه واورېدل او هغوى ته يې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS