د سمنګان ولایت پوهنې ریاست انګړ کې د یو جومات لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Sat, Nov 25 2023 12:27 PM
45

د سمنګان ولایت د والي الحاج مولوي عبدالاحد «فضلي»، پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله «فیضاني»، یو شمېر علماوو او قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د پوهنې ریاست په انګړ کې د یو محراب جومات لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله «فیضاني» د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: یاد جومات به د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د پوهنې ریاست په هڅو په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
نوموړي څرګنده کړه، دغه سپېڅلی ځای به په ۲۹۵ متر مربع مساحت کې جوړ شي، چې په یو وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د یاد جومات د جوړولو ټولیز لګښت ۳ میلیونه ۷۵۰ زره ۲۹۰ افغانۍ اټکل شوی، چې د جوړېدو چارې به یې په درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي.
د ولايت مقام مرستيال مولوي داد خدا «خادم» او نورو ويناوالو د اسلام له نظره د جومات په اهميت او د ټولنې په اصلاح کې يې د رول په اړه خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې د دیني علماوو په مشوره او لارښونه يې دغه جومات د «اصحاب صُفه»په نوم نومولی دی.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS