د هېواد دینی مدارسواو دارالحفاظونو لپاره د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د بستونو وېش کمېټې کاري غونډه وکړه

media-moe
Mon, Nov 20 2023 10:42 PM
یبلا

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ، د دیني مدارسو او دارالحفاظونو لپاره د بستونو د وېش کمېټې مشورتي غونډه، د یاد وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

په پيل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د هېواد دیني مدارسو او دارالحفاظونو لپاره د بستونو د وېش د معیارونو په تړاو خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې له مسئولینو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه، تر څو د مدارسو او دارالحفاظونو اړتیاوو ته په کتلو سره لازم تصمیمونه ونیول شي.

دغه راز نوموړي له مسئولينو وغوښتل، تر څو د مدارسو او دارالحفاظونو لپاره د ضرورت وړ خالي بستونه د هغوی د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره سم و وېشي.

دغه راز په یاده غونډه کې د يوشمېر هغو مدارسو په اړه چې تر اوسه په ولايتونو کې رسمي نه دي، مفصل بحثونه وشول او لازم تصميمونه ونيول شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS