د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو رئیس نورستان ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو رئيس مولوي عبدالرحمن حميدي په مشرۍ يو پلاوی نورستان ولایت ولاړ او هلته یې د پوهنې له مشرتابه سره د ليدنې پر مهال، په یاد ولايت کې د خصوصي ښوونځيو د کړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
د خصوصي ښوونځيو رئیس وويل، چې نورستان ته يې د سفر موخه، د خصوصي ښوونځيو د زده کړو بهير څېړل او د خصوصي سکتور د کړنو په برخه کې د لازمو آسانتياوو رامنځته کولو لپاره د پانګه والو هڅول ؤ.
د نورستان پوهنې ریاست سرپرست سید رسول عابد پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د خصوصي ښوونځیو ستونزې له دوی سره شریکې او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت د پلاوي د پلانونو عملي کولو په برخه کې به هر ډول لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
