د نورستان ولایت د شیخو او دیني علماوو یوه پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
Sat, Nov 11 2023 9:24 AM
123

د نورستان ولایت د شیخو او دیني علماوو یوه پلاوي، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
دواړو لورو، د یاد ولایت د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په ګډون، د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو د کمبود په اړه تفصیلي خبرې وکړې. 
دغه راز یاد پلاوي، د نورستان ولایت له ښوونیزو خدمتونو څخه محرومو سیمو ته په اشارې سره څرګنده کړه، له بده مرغه په تېرو ۲۰ کلونو کې د یاد ولایت د پوهنې برخې ته په ځانګړې توګه د دیني زده کړو د ودې او پرمختګ په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په دغه ولایت کې یې د ښوونیزو ستونزو د حل په موخه، یو لړ وړاندیزونه او نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست، د نورستان ولایت د دیني علماوو د راتګ هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، د پوهنې وزارت مشرتابه خپلو درنو ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې د هیواد په ټولو برخو کې له هر ډول اړیکو پرته به متوازن او متعادل ښوونیز خدمات وړاندې کوي او د پوهنې وزارت ژمن دی تر څو د هېواد د نوي نسل دروزنې لپاره خپلې هلې ځلې لاپسې زیاتې کړي.
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست د نورستان ولایت د علماوو له پلاوي سره ژمنه وکړه، چې ان شاءالله په نیږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه، دغه ولایت ته رسمي سفر وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست، د علماوو ستونزې او نظریات واورېدل او د حل په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS