د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين ارزګان او کندهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Sat, Nov 11 2023 9:22 AM
123

 د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معين مولوي صبغت الله وصيل، ارزګان او کندهار ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ارزګان له والي او د یادو ولایتونو له پوهنې رئيسانو سره وکتل.
 د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د اروزګان له والي مولوي محمد علي جان احمد سره د کتنې پر مهال، په ياد ولايت کې د پوهنې په لاس ته راوړونو او ستونزو باندې تفصيلي خبرې وکړې او له پوهنيز نظام سره يې د دغه ولايت دمشرتابه هڅې وستايلې.
ورپسې نوموړي د ارزګان له پوهنې رئیس مولوي احمد سره په کتنه کې، دواړو لورو د ياد ولایت د پوهنې وضعیت دلاښه والي په اړه نظرونه تبادله کړل. 
 د اروزګان ولايت پوهنې رئيس اعتراف وکړ، چې له بده مرغه په ​​تېرو شلو کلونو کې داروزګان ولايت پوهنې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او د ښوونځيو جوړېدو په ګډون يې، د مدارسو او دارالعلومونو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه. 
 د کندهار ولايت پوهني رئيس هم ياد ولايت ته د سرچينو او اداري معين او د پوهني وزارت د اداري پلاوي د ورتګ هرکلى وکړ.  همدارنګه د دواړو لورو تر منځ، د نوي تشکيلاتي جوړښت د پلي کېدو په ګډون، د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
 په پاى كې د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د دواړو ولایتونو پوهنې ریاستونو هر اړخيزه ارزونه وکړه او د دوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS