په هلمند ولايت کې يوه لېسه بيا جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Tue, Nov 07 2023 2:11 PM
123

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د هاشم سرواني لېسې د اساسي ترمیم چارې بشپړې او د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو او مشرانو په ګډون، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی په ۳ اعشاریه ۵ جرېبه ځمکه کې ځمکه کې جوړ شوی او شپږ درسي خونې له نورو اړینو ملحقاتو سره لري، چې د ۴ میلیونه او ۱۱۳ زره ۶۸۶ افغانیو په لګښت د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ له لوري ترمیم او بیا ورغول شو.
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي محمداسمعيل سعادت، د ماشومانو لپاره د لازمو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو په برخه کې، د ښوونيزو بنسټونو پر اهميت د خبرو پر مهال زياته کړه: د یادې لېسې په بيارغونه کې د  درسي خونو رنګول، ، کړکیو نصبول، د ښیښو لګول، د لمریزې برېښنا او د اوبو رسولو سیستم فعالول شامل دي.
نوموړي د ياد خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان ښوونیزو بنسټونو ته د علومو د زده کړې لپاره واستوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS